news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د نجونو د زده‌کړو بندیز؛ د افغانستان د راتلونکي پر زده‌کړو، روغتیا او اقتصاد اغېزې

د نجونو د زده‌کړو بندیز؛ د افغانستان د راتلونکي پر زده‌کړو، روغتیا او اقتصاد اغېزې

د نجونو د زده‌کړو بندیز؛ د افغانستان د راتلونکي پر زده‌کړو، روغتیا او اقتصاد اغېزې

بریانیوز- سه شنبه ۳۰ سرطان ١٤٠٥

کابل – هغه نجلۍ چې په ۱۴۰۱ کال کې باید اووم ټولګي ته تللې وای، اوس شاوخوا ۱۷ یا ۱۸ کلنه ده. که زده‌کړې یې د عادي بهیر له مخې روانې وای، نن به یې د دولسم ټولګي زده‌کړې بشپړې کړې وای او د پوهنتون د کانکور ازموینې لپاره به چمتووالی نیوه

خو د نجونو پر زده‌کړو د پنځو کلونو محدودیت د هغې او د زرګونو نورو نجونو د ژوند مسیر بدل کړی دی. نوموړې لا هم د دولسم ټولګي سند نه لري او پوهنتونونو او ګڼو کاري فرصتونو ته یې لاره تړل شوې ده

د راپور له مخې، که د نجونو د زده‌کړو بندیز دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ښځینه ښوونکو، ډاکټرانو او قابلو له سخت کمښت سره مخ شي. دا وضعیت به د هېواد پر ښوونیز نظام، روغتیايي خدمتونو، اقتصاد او د کار پر بازار پراخې اغېزې ولري

راپور څېړي چې د نجونو له زده‌کړو د محرومیت دوام به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ښځینه متخصصینو پر راتلونکي، د هېواد پر بشري پانګه او هغو ماشومانو پر ژوند څه اغېز وکړي چې د زده‌کړو له حقه محرومې میندې یې روزي

د راپور له مخې، د نجونو زده‌کړې یوازې د هغوی شخصي حق نه دی، بلکې د ټولنې د پرمختګ، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د هوساینې لپاره هم مهم رول لري


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto