news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کورنیو چارو وزارت: هېڅ ګاونډي هېواد له افغانستانه د ګواښ په اړه اسناد نه دي وړاندې کړي

د کورنیو چارو وزارت: هېڅ ګاونډي هېواد له افغانستانه د ګواښ په اړه اسناد نه دي وړاندې کړي

د کورنیو چارو وزارت: هېڅ ګاونډي هېواد له افغانستانه د ګواښ په اړه اسناد نه دي وړاندې کړي

 بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه هېڅ یوه ګاونډي هېواد کابل ته داسې معتبر اسناد نه دي سپارلي چې وښيي د افغانستان له خاورې د دوی پر وړاندې امنیتي ګواښونه ترسره کېږي

د دغه وزارت چارواکي د ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنې ردوي چې ګواکې د افغانستان خاوره د هغوی پر وړاندې د وسله‌والو فعالیتونو لپاره کارول کېږي. د وزارت په وینا، که کوم هېواد د دې ادعاوو په اړه اسناد او شواهد ولري، باید له کابل سره یې شریک کړي

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره ونه کارول شي او د سیمې له هېوادونو سره د امنیتي ستونزو د حل لپاره د خبرو او همکاریو غوښتونکی دی

د طالبانو د حکومت دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه له دې هېواده د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندوي او پر کابل د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه کوي

په ورته وخت کې، د کابل حکومت تل ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ګواښونو اجازه نه ورکوي او له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې خپلې امنیتي اندېښنې د مستقیمو خبرو له لارې حل کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto