news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

متقي له زلمي خلیلزاد سره د کابل او واشنګټن پر اړیکو خبرې کړي

متقي له زلمي خلیلزاد سره د کابل او واشنګټن پر اړیکو خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د دواړو لورو ترمنځ د تعامل پر فرصتونو یې خبرې کړې دي.

بریانیوز- شنبه ١٤ سنبله ١٤٠٥

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د «بېلابېلو برخو د شته فرصتونو» په اړه بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، متقي په دې لیدنه کې د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او ځان‌بساینې په برخو کې د هغه څه یادونه کړې چې نوموړي یې «عملي پرمختګونه» بللي دي. هغه همداراز ادعا کړې چې افغانستان اوس د پانګونې لپاره له «مناسب چاپېریال» څخه برخمن دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، زلمي خلیلزاد هم له متقي سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او «رغنده تعامل» په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې امیرخان متقي تر دې وړاندې له جاپاني کیودو خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي و، چې د طالبانو حکومت له امریکا سره د اړیکو عادي کېدل غواړي.

متقي له واشنګټن څخه غوښتي و چې د طالبانو د ادارې پر وړاندې خپله «مقابله‌کوونکې تګلاره» پای ته ورسوي او د اړیکو د عادي کولو لپاره رغنده تعامل ته مخه کړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto