news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

حبیب‌الرحمن حکمتیار همدرد ته: «له ۴۰ کلونو وروسته لا هم نه پوهېږې چې اسلامي حزب څه غواړي؟!»

حبیب‌الرحمن حکمتیار همدرد ته: «له ۴۰ کلونو وروسته لا هم نه پوهېږې چې اسلامي حزب څه غواړي؟!»

حبیب‌الرحمن حکمتیار د جمعه‌خان همدرد د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د وروستۍ پرېکړې په اړه یې کړې وې، د همدرد دریځ په سختۍ سره غندلی دی.

بریانیوز – یکشنبه، ۱۵ سنبله ۱۴۰۵

د ګلبدین حکمتیار په وروستۍ لارښوونه کې د حزب اسلامي له غړو غوښتل شوي چې له سیاسي جریانونو، په ځانګړي ډول له طالبانو سره، خپلې حزبي اړیکې پرې کړي.

جمعه‌خان همدرد تر دې وړاندې ویلي وو چې د حزب اسلامي د مشر له خوا د حزب د غړو او سیاسي جریانونو ترمنځ د اړیکو د پرې کولو پرېکړه شخصي پرېکړه ده او ناسمه یې بللې وه.

حبیب‌الرحمن حکمتیار په یوه مفصل ځواب کې د حزب اسلامي د مشر له پرېکړې دفاع کړې او پوښتنه یې کړې چې که د یوه تشکل مشر د هغه د نظم او یووالي د ساتلو لپاره له خپلو غړو وغواړي چې خپلو ژمنو، اساسنامې او د حزب موخو ته ژمن پاتې شي او په یوه ګډه لار حرکت وکړي، نو ایا دا غوښتنه ناسمه ده؟

هغه لیکلي: «عجیبه ده! له دې زموږ د ملګري څخه مو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو، د هر افغان د رایې، پرېکړې او انتخاب د حق، د زده‌کړې د انګېزې د له منځه وړلو، د ملت پر شتمنیو د نه څارنې او د ډېرو نورو سترو، برخلیک‌ټاکونکو او مهمو موضوعاتو په اړه یوه «آخ» هم نه ده اورېدلې. خو کله چې د حزب مشر د حزب د یووالي لپاره له غړو غواړي چې د حزب اساسنامې او موخو ته ژمن پاتې شي، نو په همدې وخت کې زموږ علامه اقبال راویښېږي او پر نیوکو پیل کوي.»

حبیب‌الرحمن حکمتیار بیا پوښتنه کړې:

«زه غواړم پوه شم، که یو کس د یوې ډلې د نظم او یووالي د ټینګښت لپاره له غړو وغواړي چې پر خپله ژمنه او کړې وعده ټینګ پاتې شي او ټول باید په یوه لوري کې مبارزه وکړي، ایا دا کار یې ناسم دی؟ که د هغه چا کړنه ناسمه ده چې یوازې خپله ګټه ورته ارزښت لري؟»

هغه د حزب اسلامي د مشر غوښتنه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د سیاسي ګوندونو له کړنو سره ورته بللې او لیکلي یې دي:

«هغه څه چې حکمتیار د حزب اسلامي له پلویانو غوښتي، د نړۍ ټول سیاسي ګوندونه له خپلو غړو څخه همدا غواړي. ان په ډېرو هېوادونو کې که یو وکیل د یوه ګوند په نوم پارلمان ته لار ومومي، خو په پارلمان کې د خپل ګوند له دریځ او رایې سره سم عمل ونه کړي، نو کېدای شي خپله وکالت له لاسه ورکړي. له دې اصل څخه سرغړونه اصلاً غیراخلاقي ده. هېڅ باوجدانه او با شعوره انسان به نیمه‌لارې ملګری ونه ستایي.»

حبیب‌الرحمن حکمتیار د خپلې خبرې د روښانه کولو لپاره د یوه کس د هم‌مهاله غړیتوب مثال په طالبانو او حزب اسلامي کې وړاندې کړی دی.

هغه لیکي: «تصور وکړئ، د طالبانو یو غړی د حزب اسلامي غړیتوب هم ولري، پر طالبانو نیوکه وکړي او د یوه منتخب نظام غوښتنه وکړي. په دې صورت کې به اسلامي امارت له هغه سره څه وکړي؟ او که د اسلامي امارت مشر ورته ووایي چې غوره ده له حزب اسلامي سره یوځای شي او خپل دریځ روښانه کړي، ایا د طالبانو مشر به ناسمه خبره کړې وي؟»

هغه بیا د جمعیت اسلامي په اړه ورته بېلګه وړاندې کوي او پوښتنه کوي:

«یا که د جمعیت اسلامي یو غړی پر جمعیت اسلامي نیوکه وکړي او د حزب اسلامي ملاتړ وکړي، د جمعیت اسلامي ژمن غړي به هغه ته په کومه سترګه وګوري؟»

حبیب‌الرحمن حکمتیار له دې پوښتنو وروسته، په تنده لهجه، جمعه‌خان همدرد ته خطاب کړی او لیکلي یې دي؛ یعنې دا هم نه پوهېږي؟ 

هغه په دوام کې ټینګار کړی چې د حزب اسلامي د مشر غوښتنه، چې غړي دې د منتخب نظام په اړه د حزب له دریځ سره وفادار پاتې شي، د دې حزب له تاریخي موخو سره بشپړ سمون لري.

حبیب‌الرحمن حکمتیار لیکلي:

«که حزب له هماغې ورځې چې جوړ شوی، د یوه منتخب نظام غوښتنه کوي، نو ولې باید د هغه مشر له خپلو غړو ونه غواړي چې خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شي او له هغو ډلو ملاتړ ونه کړي چې منتخب نظام ناروا ګڼي؟ ایا دا غوښتنه ناروا ده؟»

هغه د خپلې لیکنې په بله برخه کې زیاته کړې:

«د حزب اسلامي پلویان د حزب له جوړېدو ورځې راهیسې له حزب سره ولاړ دي. هر څوک چې په بېلابېلو پړاوونو کې له حزب سره یوځای شوي، د حزب له شعارونو او موخو څخه خبر وو. نو اوس ولې باید د حزب د شعارونو او غوښتنو د بیا تکرار لپاره له ژمنو کسانو اجازه واخیستل شي؟ ایا زموږ ګډه حافظه پاکه شوې او باید بیا اپلوډ شي؟!»

حبیب‌الرحمن حکمتیار په پای کې، د هغه څه په اړه چې د همدرد دریځ یې بللی، خپله خواشیني څرګنده کړې او لیکلي یې دي:

«زه په دې افسوس کوم چې موږ په څه مصیبت کې راګیر شوي یو. له څلوېښت کلنې مبارزې وروسته هم نه دی پوه شوی چې حزب د یوه منتخب نظام غوښتونکی دی. لوستونکي دې قضاوت وکړي چې له داسې انسان سره باید څنګه بحث وشي، څو هغه قانع کړو؟!»

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto