ملګري ملتونه: په افغانستان کې میلیونونه کسان له بشري ناورین سره مخ دي
بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
ملګري ملتونه وايي، په اوسنیو شرایطو کې یې د افغانستان د خلکو ملاتړ او د هغوی د بشري اړتیاوو پوره کول د کار له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او له خپلو همکارو بنسټونو سره یوځای په ټول هېواد کې د بشري مرستو او د ژوند ژغورونکو خدمتونو رسولو ته دوام ورکوي
دغه سازمان وايي، افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین سره مخ دی او میلیونونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره ژوند کوي. د ملګرو ملتونو او د خوړو او کرنې د ادارې د تازه معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان له حادې خوړو ناامنۍ سره مخ شي
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ باید د روغتیا، خوړو، زدهکړو، معیشت او نورو بنسټیزو خدمتونو ملاتړ هم دوام ولري. د دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، ملګرو ملتونو او شریکانو یې په افغانستان کې له ۳۴ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته بېلابېل اساسي خدمتونه رسولي دي
د ملګرو ملتونو په وینا، د بشري ناورین د کچې د راکمولو لپاره د نړیوالې ټولنې دوامدار مالي ملاتړ مهم دی؛ ځکه د مرستو د کمېدو، وچکالۍ، طبیعي پېښو او د راستنېدونکو افغانانو د زیاتېدو له امله پر کورنیو او بنسټیزو خدمتونو فشار زیات شوی دی
دغه سازمان همداراز د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو پر رعایت ټینګار کوي او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کېدو غوښتنه کوي. ملګري ملتونه وايي، د ښځو او نجونو ګډون او د هغوی لاسرسی زدهکړو، کار او اساسي خدمتونو ته د افغانستان د ټولنې د پیاوړتیا لپاره مهم دی
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان له خلکو سره به خپلو بشري او پراختیايي همکاریو ته دوام ورکړي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دغه هېواد د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې مرستې روانې وساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?