په خوست کې د روغتون مخې ته د یوې مور د ماشوم زېږون؛ د ښځو پر طبي زدهکړو د طالبانو محدودیتونو ته نیوکې
د خوست یو شمېر ځوانانو د دغه ولایت د بېپولې ډاکترانو روغتون مخې ته د یوې مور لهخوا د ماشوم زېږول د روغتیايي خدمتونو د وضعیت په تړاو د پوښتنو وړ پېښه بللې ده.
بریانیوز- پنجشنبه، ٢٣ میزان ١٤٠٥
په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې یو شمېر ښځې د ماشوم زېږولو پر مهال د یادې مېرمنې شاوخوا راټولې شوې دي او هڅه کوي چې د هغې ستر او پرده وساتي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه پېښه څو ورځي مخکی د خوست د بی پولی ډاکترانو روغتون کې رامنځته شوې ده. تر اوسه د روغتون مسوولینو د پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او دا هم روښانه نه ده چې ولې ماشوم د روغتون مخې ته زېږول شوی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر زدهکړو، په ځانګړي ډول د طبي زدهکړو پر دوام، محدودیتونه لګولي دي. د ښځینه ډاکترانو، قابلګانو او نرسانو روزنه د میندو او ماشومانو د روغتیا لپاره مهمه ده او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون په افغانستان کې د ښځو روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
د ښځو پر طبي زدهکړو محدودیتونه د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د راتلونکي او د روغتیايي خدمتونو د دوام په اړه اندېښنې زیاتوي. د ښځینه ډاکترانو او قابلګانو کمښت کولای شي د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د ښځو د درملنې او خوندي روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي ستونزې لا پراخې کړي.
که څه هم د خوست د دې پېښې دقیق لامل لا نه دی روښانه شوی، خو دا پېښه د میندو لپاره د خوندي زېږون د اسانتیاوو او د ښځو د روغتیايي خدمتونو د ښه والي اړتیا یو ځل بیا مطرح کوي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?