news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مریم نواز : پنجاب کې زندانیانو ته د لیک لوست د زده‌کړې په بدل کې د یوې میاشتې سزا معاف کېږي

مریم نواز : پنجاب کې زندانیانو ته د لیک لوست د زده‌کړې په بدل کې د یوې میاشتې سزا معاف کېږي

مریم نواز : پنجاب کې زندانیانو ته د لیک لوست د زده‌کړې په بدل کې د یوې میاشتې سزا معاف کېږي

(بریانیو جمعه (۲۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د پنجاب ایالت حکومت په زندانونو کې د نالوستو بندیانو لپاره د چټکو زده‌کړو پروګرام پیل کړی، چې له مخې به یې هغو بندیانو ته د یوې میاشتې سزا معاف شي چې لیک لوست زده کړي

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د مریم نواز په مشرۍ د پنجاب حکومت دې پروګرام ته شاوخوا ۱۹ زره بندیانو نوملیکنه کړې ده. د پروګرام موخه په زندانونو کې د نالوستو کسانو د زده‌کړې زمینه برابرول او هغوی ته د لیک لوست د زده‌کړې فرصت ورکول دي

بل لور ته، په خیبر پښتونخوا کې له تېرو دریو ورځو راهیسې زرګونه معترضان د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د اعتراضونو پر مهال یو شمېر کسان په ډزو هم ویشتل شوي دي

همداراز، د پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونه غړي له څو کلونو راهیسې په زندانونو کې دي او د هغوی د برخلیک په اړه اندېښنې مطرح کېږي

د پنجاب د زندانیانو لپاره د زده‌کړو د پروګرام او په خیبر پښتونخوا کې د معترضانو د نیولو او د بندیانو د وضعیت ترمنځ توپیر د زندانونو، زده‌کړو او د بندیانو د حقونو موضوعات یو ځل بیا د بحث مرکز ته راوړي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto