خواجه اصف: ملا فضلالرحمن او ایمل ولي خان د ګورنر راج مخالفت ځکه کوي چې واک او برخه نه ده ورکړل شوې
خواجه اصف: ملا فضلالرحمن او ایمل ولي خان د ګورنر راج مخالفت ځکه کوي چې واک او برخه نه ده ورکړل شوې
(بریانیو شنبه (۲۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج له پلي کېدو سره ځکه مخالفت کوي چې د دوی په وینا، په واک او سیاسي امتیازاتو کې ورته برخه نه ده رسېدلې
خواجه اصف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دواړه سیاستوال په تېر وخت کې د دوی د سیاسي ایتلاف برخه وو، خو هغه مهال هم د دوی لیدلوری له اوسني دریځ سره توپیر درلود. نوموړي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې پر دواړو مشرانو نیوکه کړې او د ګورنر راج پر وړاندې یې د هغوی مخالفت له سیاسي ګټو سره تړلی بللی دی
دا موضوع په داسې حال کې راپورته شوې چې د عمران خان د حکومت له نسکورېدو وروسته، د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ډلې او ورسره د ایتلاف د نورو ګوندونو ترمنځ سیاسي همکاري رامنځته شوې وه
تر دې وړاندې، ایمل ولي خان هم له خواجه اصف سره د نږدې اړیکو په اړه څرګندونې کړې وې او هغه یې د خپل کاکا په څېر بللی و. خو اوس د ګورنر راج پر سر د سیاسي دریځونو اختلاف د پخوانیو ایتلافي ملګرو ترمنځ د اړیکو او متقابلو نیوکو موضوع ګرځېدلې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1930
-
اخبار افغانستان
1038
-
مقاله
816
-
سیاست
394
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl