قطر: په افغانستان او نورو کړکېچ ځپلو هېوادونو کې بشري مرستې کوو
(بریانیو سه شنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند ویلي، هېواد یې د بشري مرستو، ډیپلوماسۍ، منځګړیتوب او بیارغونې د مالي ملاتړ له لارې په افغانستان او یو شمېر نورو کړکېچ ځپلو هېوادونو کې فعالیتونه ترسره کړي دي
نوموړې په دوحه کې د بشري ډیپلوماسۍ او اوبو د امنیت په اړه یوې غونډې ته ویلي، قطر د افغانستان ترڅنګ په غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه کې د بشري مرستو رسولو، د بېځایه شویو ملکي وګړو د ملاتړ او د بیارغونې د بهیر د تمویل په برخو کې ونډه اخیستې ده.
د قطر دې چارواکې د جګړو پر مهال د اوبو د سرچینو او حیاتي بنسټونو د ساتنې پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جګړو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره د نړیوالې همکارۍ پیاوړتیا اړینه ده
هغې د اوبو د سرچینو ساتنه د بشري خوندیتوب یوه مهمه برخه بللې او د جګړو پر مهال یې د حیاتي بنسټونو د خوندي ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1940
-
اخبار افغانستان
1041
-
مقاله
816
-
سیاست
396
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl