ملګرو ملتونو : افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي
(بریانیو چهارشنبه (۲۹/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د لوږې له جدي بحران سره مخ دي چې له دې ډلې ۳.۴ میلیونه کسان په بېړني وضعیت کې ژوند کوي. د بشري مرستو د همغږۍ د ملګرو ملتونو دفتر خبرداری ورکړی چې د ژمي په رارسېدو سره ښايي د لوږې له کړکېچ سره د مخ کسانو شمېر شاوخوا ۱۹ میلیونو ته ورسېږي
د دغه دفتر ویاندې اولګا چروکو ویلي، د ژمي تر رارسېدو مخکې باید د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره بېړني اقدامات وشي، څو د خوراکي توکو د کمښت او د لوږې د پراخېدو مخه ونیول شي. د هغې په وینا، د ژمي په میاشتو کې د میلیونونو افغانانو د ژوند وضعیت لا ستونزمن کېدای شي
چروکو ټینګار کړی چې یوازې بشري مرستې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي، بلکې د دې هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره اوږدمهاله او دوامداره پانګونې ته اړتیا ده
د هغې په وینا، په کرنه، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فعالیتونو کې پانګونه کولای شي د کورنیو د عاید او خوراکي خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي
نوموړې همداراز د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو محدودیتونو د منفي پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه محدودیتونه د کورنیو پر اقتصادي وضعیت او د هغوی پر تغذیې ناوړه اغېز کوي
د ژمي له رارسېدو سره د لوږې د بحران د پراخېدو خبرداری یو ځل بیا په افغانستان کې د بېړنیو مرستو ترڅنګ د اقتصادي ودې، د کارموندنې او د خوراکي خوندیتوب لپاره د اوږدمهاله حللارو اړتیا په ډاګه کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?