لندن : د بریتانیا پاچا د منځني ختیځ په کړکېچ کې د عمان د منځګړیتوب رول وستایه
(بریانیو پنجشنبه (۳۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د بریتانیا پاچا درېیم چارلس د عمان له پاچا هیثم بن طارق سره د مېلمستیا پر مهال په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د هواري لپاره د عمان د منځګړیتوب رول وستایه
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د عمان پاچا بریتانیا ته په داسې وخت کې سفر کړی چې په منځني ختیځ کې د کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل هڅې روانې دي. دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره هم مهم بلل کېږي
د بریتانیا پاچا د عمان د خلکو د ښو اخلاقو په ستاینه کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد ﷺ یوه وینا هم یاده کړې او ویلي یې دي چې د عمان د خلکو د زغم او درناوي ځانګړتیاوې له پخوا راهیسې پېژندل شوې دي. په دې وینا کې راغلي: که تاسې د عمان خلکو ته ورغلي وای، نه به یې ستاسې سپکاوی کړی وای او نه به یې وهلي وای
د عمان د پاچا دا دولتي سفر بریتانیا ته په تېرو ۴۴ کلونو کې د یوه عماني پاچا لومړنی سفر دی. وروستی ورته سفر په ۱۹۸۲ کال کې شوی و، چې هغه مهال د عمان پاچا قابوس بن سعید بریتانیا ته تللی و
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1960
-
اخبار افغانستان
1045
-
مقاله
817
-
سیاست
397
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl