news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګرو ملتونو : د افغانانو د زغم ستاینه کړې؛ د ښځو او نجونو پر محدودیتونو یې اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو :  د افغانانو د زغم ستاینه کړې؛ د ښځو او نجونو پر محدودیتونو یې اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو :  د افغانانو د زغم ستاینه کړې؛ د ښځو او نجونو پر محدودیتونو یې اندېښنه ښودلې

(بریانیو شنبه (۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

ملګرو ملتونو د دغه سازمان د ۸۱مې کلیزې په مناسبت د افغانانو د زغم او مقاومت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د څو لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان خلک لا هم له پراخو بشري او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

دغه سازمان په خپل پیغام کې په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو او افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، د بشري حقونو د خوندیتوب، اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخو کې یې فعالیتونه روان دي

دغه سازمان د افغانانو د راتلونکي په اړه ویلي چې د افغانستان برخلیک د دغه هېواد په خلکو پورې تړلی دی او ملګري ملتونه به د دوی د ملاتړ او همکارۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي

د ملګرو ملتونو ورځ هر کال د اکټوبر په ۲۴مه نمانځل کېږي. دغه ورځ په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو د منشور د نافذېدو له کلیزې سره تړاو لري او موخه یې د نړیوالې همکارۍ، سولې او د بشري حقونو د اصولو یادونه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto