news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تجارت: له چین څخه افغانستان ته د توکو بار وړونکی ریلګاډی روان شو؛ په ۲۰ ورځو کې به حیرتان ته ورسېږي

تجارت: له چین څخه افغانستان ته د توکو بار وړونکی ریلګاډی روان شو؛ په ۲۰ ورځو کې به حیرتان ته ورسېږي

تجارت: له چین څخه افغانستان ته د توکو بار وړونکی ریلګاډی روان شو؛ په ۲۰ ورځو کې به حیرتان ته ورسېږي

(بریانیو شنبه (۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

 له چین څخه د افغانستان پر لور د سوداګریزو توکو بار وړونکی یو ریلګاډی روان شوی، چې ټاکل شوې په شاوخوا ۲۰ ورځو کې د منځنۍ اسیا له څو هېوادونو تر تېرېدو وروسته د افغانستان شمال ته حیرتان بندر ته ورسېږي

دغه ریلګاډی د چین له شانډونګ ولایت څخه حرکت کړی او د معلوماتو له مخې، په ټوکر، کیمیاوي موادو او ماشین‌الاتو بار دی

د دې ریلګاډي د تګ راتګ مسیر د منځنۍ اسیا له څو هېوادونو تېرېږي او په پای کې به د افغانستان بلخ ولایت ته ورسېږي، چې حیرتان بندر د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي

د چین او افغانستان ترمنځ د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د توکو د انتقال لپاره د بدیلو لارو د پیاوړتیا په برخه کې مهم بلل کېږي

که دغه ریلګاډی د ټاکل شوي مهالوېش له مخې حیرتان ته ورسېږي، د چین او افغانستان ترمنځ به د ځمکنۍ سوداګرۍ د دوام یوه بله بېلګه وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto