news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

چین : د مشهورو څېرو پر ځای د ساینسپوهانو انځورونه لګوي؛ ماشومان له علم سره مینې ته هڅوي

چین :  د مشهورو څېرو پر ځای د ساینسپوهانو انځورونه لګوي؛ ماشومان له علم سره مینې ته هڅوي

چین :  د مشهورو څېرو پر ځای د ساینسپوهانو انځورونه لګوي؛ ماشومان له علم سره مینې ته هڅوي

(بریانیو شنبه (۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

چین په یوه نوښتګر کمپاین کې د خپلو ښارونو پر لویو او وړو تبلیغاتي لوحو د موډلانو او مشهورو څېرو انځورونه لرې کوي او پر ځای یې د ساینسپوهانو انځورونه لګوي، څو ماشومان او ځوانان له علم، څېړنې او نوښت سره لا ډېره مینه پیدا کړي

د دې نوښت له مخې، د چین په بېلابېلو ښارونو کې د طب، فضایي علومو، فزیک، کرنې، اټومي انرژۍ او نورو علمي برخو د مخکښو پوهانو انځورونه پر تبلیغاتي لوحو ځړول کېږي. په دې لړۍ کې د نوبل جایزې ګټونکو چینایي عالمانو انځورونو ته هم ځای ورکړل شوی دی

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه کمپاین د روان کال په اګست میاشت کې د چین له شانډونګ ولایت څخه پیل شوی او اوس د ژینګژو، هانګژو، چونګچینګ او جینان ښارونو ته هم رسېدلی دی

د دې نوښت موخه دا ده چې ماشومان د مشهورو څېرو ترڅنګ د هغو ساینسپوهانو له کارونو او لاسته راوړنو سره هم بلد شي چې د علمي پرمختګ، ټکنالوژۍ او د بشري ژوند د ښه کېدو لپاره یې مهمې هڅې کړې دي

د چین حکومت له سوداګریزو مرکزونو غوښتي چې د دې کمپاین په ملاتړ په رضاکارانه توګه خپلې تبلیغاتي لوحې د ساینسپوهانو د انځورونو لپاره ځانګړې کړي

د دې نوښت پلویان هیله لري چې د ساینسپوهانو د انځورونو پراخ نندارې ته وړاندې کول به په ماشومانو کې د علمي شخصیتونو د پېژندلو، د څېړنې د هڅونې او د ساینس په برخه کې د راتلونکي مسلک د ټاکلو لېوالتیا پیاوړې کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto