کرنیز محصولات : د مڼو د بڼونو ترمنځ د زعفرانو کښت؛ د کروندګرو لپاره نوې هیله
(بریانیو شنبه (۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پامپور سیمه کې یوه کروندګر د مڼو د نویو بڼونو ترمنځ د زعفرانو له ازمایښتي کښت څخه د ښه حاصل په ترلاسه کولو بریالۍ تجربه کړې ده؛ هغه تجربه چې د افغانستان د زعفرانو کروندګرو لپاره هم د پام وړ بلل کېدای شي
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، محمد سلطان راتهار د لومړي ځل لپاره د مڼو د ونو ترمنځ د زعفرانو کښت کړی او د خپلې تجربې په لومړي کال، د روان اکتوبر په میاشت کې یې تر نورو پټیو ژر او ښه حاصل ترلاسه کړی دی
نوموړي ویلي، د مڼو د هرې ونې ترمنځ یې د زعفرانو غوټې کرلې وې او پایلو یې د ده تمه پوره کړې ده. د دې تجربې له مخې، د مڼو د نویو بڼونو ترمنځ د ځمکې له تشو برخو څخه د زعفرانو د کښت لپاره هم ګټه اخیستل کېدای شي
زعفران د افغانستان له مهمو کرنیزو او صادراتي محصولاتو څخه دي چې د لوړ ارزښت له امله د ګڼو کروندګرو د عاید یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي. د دې بوټي د کښت لپاره د ځمکې د اغېزمنې کارونې نوې لارې موندل کولای شي د کرنیزو محصولاتو تنوع او د بزګرانو اقتصادي فرصتونه پراخ کړي
د پامپور د کروندګر تجربه ښيي چې د مڼو او زعفرانو ګډ کښت د لا زیاتو څېړنو او ازموینو وړ دی. خو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د دې طریقې د بریالیتوب لپاره به د خاورې، اقلیم، اوبو او د ونو ترمنځ د واټن اغېز هم وارزول شي
که دغه طریقه په سیمهییزو شرایطو کې هم بریالۍ ثابته شي، ښايي کروندګرو ته دا فرصت برابر کړي چې له یوې ځمکې څخه په هممهاله توګه دوه ډوله کرنیز محصولات ترلاسه کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?