news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینرونه لیلام ته وړاندې شوي

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانټینرونه لیلام ته وړاندې شوي

د پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو سلګونه کانټینرونه لیلام ته وړاندې شوي دي.

بریانیوز- یکشنبه، ٣ عقرب ١٤٠٥

د بي‌بي‌سي د دري څانګې د راپور له مخې، د یوه لیلام کوونکي شرکت له لوري خپاره شوي انځورونه ښيي چې د افغان سوداګرو د کانټینرونو دروازې پرانیستل شوې او دننه موجود سوداګریز توکي پېرودونکو ته ورښودل کېږي.

د راپور له مخې، د دغو مالونو د لیلام لامل د کانټینرونو او سوداګریزو محمولو د اوږدمهاله ځنډ له امله رامنځته شوي مالیات او درانه لګښتونه بلل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولانو د پاکستان دغه اقدام د سیمه‌ییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.

تر اوسه په یاد راپور کې د هغو کانټینرونو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی چې د افغان سوداګرو مالونه پکې دي او لا هم د کراچۍ په بندر کې پاتې دي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto