news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مشاهد حسین: چین دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په ټینګښت کې فعاله ونډه واخلي

مشاهد حسین: چین دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په ټینګښت کې فعاله ونډه واخلي

مشاهد حسین: چین دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په ټینګښت کې فعاله ونډه واخلي

(بریانیوز دو شنبه (۴/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د پاکستان پخواني سناتور مشاهد حسین له چین غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او ثبات په ټینګښت کې فعاله ونډه واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ لپاره هڅې زیاتې کړي

نوموړي د تورخم په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو سرحدي لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه هم کړې ده، څو د خلکو تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونه بېرته عادي حالت ته راوګرځي

مشاهد حسین د پاکستان پر پوځي سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پوځي جنرالانو د امریکا د لارښوونو له مخې د پاکستان ګاونډي هېوادونه پر دښمنانو بدل کړي دي. د هغه په وینا، کله هند، کله افغانستان او کله هم ایران د پاکستان دښمن ګڼل شوي دي.

نوموړي څرګنده کړې چې د دغو سیاستونو پایلې تر ډېره د پاکستان عادي وګړي زغمي، خو پوځي جنرالان له تقاعد وروسته له ځانګړو امتیازونو برخمن کېږي او خپلو خوښو هېوادونو ته ځي

مشاهد حسین ټینګار کړی چې د سیمې د ستونزو د حل لپاره باید د تقابل پر ځای ډیپلوماسۍ او سیمه‌ییزې همکارۍ ته لومړیتوب ورکړل شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto