news اخبار فوری
clock

په فیصل‌اباد او اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پراخې نیونې؛ پاکستان وايي ښارونه له افغانانو خالي شوي

په فیصل‌اباد او اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو پراخې نیونې؛ پاکستان وايي ښارونه له افغانانو خالي شوي

د پاکستان پولیسو اعلان کړی چې یوازې د فیصل‌اباد ښار کې یې ۴۴۸ افغان کډوال نیولي او دا ښار یې "له افغان اوسېدونکو خالي" بللی دی. هممهاله، د اسلام‌اباد پولیسو هم ۱۷ افغانان نیولي چې له پلټنو وروسته به د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي. دا لړۍ د بې اسناده کډوالو د ایستلو د پراخې کمپاین برخه ده

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د نیونو او ایستلو لړۍ له نوې شدته سره دوام لري. د پنجاب ایالت د فیصل‌اباد پولیسو د سه‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۴۴۸ افغان وګړي نیولي دي.

پولیسو ویلي، نیول شوي کسان هغه افغانان دي چې د قانوني اسنادو پرته په ښار کې اوسېدل، او د دې لړۍ له بشپړېدو وروسته، فیصل‌اباد ښار "له افغان اوسېدونکو خالي" اعلان شوی دی

 

په ورته وخت کې، د اسلام‌اباد پولیسو هم د ۱۷ نورو افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یاد کسان به له قانوني څېړنو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي

د فیصل‌اباد یوه سیمه‌ییزه سرچینه وايي: "پولیس له تېرې اوونۍ راهیسې هره ورځ د افغانانو پر کورونو چاپې وهي، ډېر کسان له خپلو مېنو تښتېدلي دي

په عین حال کې، د بشري حقونو فعالان د پاکستان د دغې تګلارې په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې دا کار د زرګونو بې‌وزلو افغان کورنیو ژوند له سخت خطر سره مخ کړی

یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د کلونو ژوند، کار او زده کړې وروسته، اوس له هېڅ قانوني اسنادو پرته د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

کارپوهان وايي، د افغان کډوالو پر وړاندې دا چلند نه یوازې بشري زیانونه رامنځته کوي، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا هم زیانمنوي

د څارونکو په باور، که دا کړنې دوام ومومي، ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو او سیمه‌ییزې همکارۍ پر راتلونکي هم ژوره اغېزه وکړي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto