بروکسل – د بلجیم د پلازمېنې یوې محکمې د انسانیت او عدالت پر بنسټ یوه مهمه پرېکړه کړې او د دغه هېواد حکومت ته یې امر کړی چې یوه بېسایه افغان کورنۍ سمدستي په مناسب او خوندي ځای کې اسکان کړي
یاده کورنۍ د ۱۴۰۴ د اسد میاشتې په اوږدو کې بلجیم ته ورسېده، خو د پناه غوښتنې له ثبت وروسته د استوګنې له دولتي شبکې بېبرخې پاتې شوه. د څو میاشتو لپاره دغه کورنۍ د بروکسل په سړکونو او عامو ځایونو کې ژوند ته اړ شوې وه، چې دا وضعیت د بشري حقونو د سازمانونو او د مهاجرت د ملاتړ ډلو سخت انتقادونه راپارولي وو
محکمې په خپل حکم کې څرګنده کړې، چې د پناه غوښتونکو د سرپناه حق یو بنسټیز انساني اصل دی، او هېڅ حکومت حق نه لري چې دغه حق تر پښو لاندې کړي
د مهاجرت د چارو شنونکي دا پرېکړه د عدالت او بشري حقونو په برخه کې یو مثبت پرمختګ بولي او وایي چې دا کار به د هغو ګڼو پناه غوښتونکو لپاره د هیلې څراغ شي، چې له ورته ستونزو سره مخ دي
د بلجیم د ټولنیزو چارو وزارت تایید کړې چې د محکمې پرېکړې ته یې درناوی لري او د یادې افغان کورنۍ د اسکان عملي پروسه یې پیل کړې ده
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې په وروستیو میاشتو کې د بلجیم د پناه غوښتنې مرکزونه له ګڼو پناه غوښتونکو ډک شوي او ګڼ شمېر مهاجرین د استوګنې له نشتوالي شکایت کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1601
-
اخبار افغانستان
605
-
مقاله
254
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl