حوثیان: پر ریاض هوايي ډګر او د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو مو بریدونه کړي
(بریانیوز دو شنبه (۴/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د یمن حوثي وسلهوالې ډلې ادعا کړې چې یو ځل بیا یې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر توغندیز برید کړی او د دغه هېواد په ختیځ او لوېدیځ کې یې د خامو تېلو پر پمپ سټېشنونو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي
د حوثیانو ویاند یحیی سریع پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د دوی ځواکونو د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي
سریع همداراز ادعا کړې چې د یمن په عدن او لحج ولایتونو کې یې د سعودي ځواکونو پر مرکزونو بالستیک توغندي توغولي دي. د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې لسګونه سعودي سرتېري وژل شوي دي؛ خو د دې ادعا خپلواکه تایید نه دی وړاندې شوی.
بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلاف ویلي چې د یمن په پلازمېنه صنعا کې یې د بالستیک توغندیو دوه توغوونکي مرکزونه ویجاړ کړي دي
د دواړو لورو د ادعاوو په اړه تر اوسه په ورکړل شویو معلوماتو کې د خپلواکو سرچینو تایید او د احتمالي زیانونو بشپړ جزئیات نه دي روښانه شوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1971
-
اخبار افغانستان
1050
-
مقاله
820
-
سیاست
401
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl