اوچا: پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونه په افغانستان کې د بشري مرستو رسونه له خنډونو سره مخ کړې
اوچا: پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونه په افغانستان کې د بشري مرستو رسونه له خنډونو سره مخ کړې
(بریانیو ز دو شنبه (۴/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو محدودیتونه او د بشري مرستو په چارو کې لاسوهنې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی
اوچا د خپل تازه راپور له مخې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د بشري مرستو د لاسرسي په تړاو ۳۰ پېښې ثبت شوې دي دا شمېره د اګست میاشتې په پرتله ۲۷ سلنه کمه ده؛ خو دغه دفتر خبرداری ورکوي چې د ثبت شویو پېښو کمښت حتمي نه ده چې د وضعیت د ښه کېدو معنا ولري، ځکه ځینې پېښې ښايي راپور شوې نه وي. اوچا ټینګار کړی چې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د مرستو او اړینو خدمتونو ترلاسه کول ستونزمنوي؛ ځکه ښځینه کارکوونکې د اړمنو ښځو د وضعیت په ارزونه، له هغوی سره په اړیکه او د مرستو په رسولو کې مهم رول لري
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په څلورو ولسوالیو کې د بشري مرستو لاسرسی له سختو محدودیتونو سره مخ دی. اداري لاسوهنې، د مرستو د پروګرامونو په چارو کې مداخلې او پر ښځینه کارکوونکو او مرستې ترلاسه کوونکو ښځو محدودیتونه د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه دي
د ملګرو ملتونو دغه اداره له اړوندو خواوو غواړي چې د بشري مرستو د رسولو لپاره د فعالیتونو خنډونه لرې کړي، څو اړمنې کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، له اړینو مرستو او خدمتونو بېبرخې نه شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?