واشنګټن: ټرمپ یو ځل بیا د نتنیاهو ملاتړ وکړ؛ له اسراییلیانو یې وغوښتل چې هغه ته رایه ورکړي
واشنګټن: ټرمپ یو ځل بیا د نتنیاهو ملاتړ وکړ؛ له اسراییلیانو یې وغوښتل چې هغه ته رایه ورکړي
(بریانیو ز دو شنبه (۴/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بیا ټاکل کېدو ملاتړ کړی او له اسراییلیانو یې غوښتي چې په ټاکنو کې هغه ته رایه ورکړي، څو د ایران پر وړاندې پیل شوي ګډ پوځي عملیات بشپړ کړي
ټرمپ د اکتوبر په ۲۵مه په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې د نتنیاهو په ملاتړ خپل پخوانی پیغام بیا خپور کړ او ویې ویل چې دواړو مشرانو د ایران پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې ګډې لاسته راوړنې لرلې دي
نوموړي نتنیاهو د جګړې پر مهال یو پیاوړی مشر بللی او له اسراییلیانو یې غوښتي چې د لومړي وزیر په توګه د هغه د پاتې کېدو لپاره رایه ورکړي. ټرمپ ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د ایران پر وړاندې پیل شوی ماموریت بشپړ کړي
د امریکا ولسمشر د ایران پر وړاندې د خپلو پوځي اقداماتو یادونه هم کړې او ادعا یې کړې چې دغو عملیاتو د ایران پوځي وړتیاوو او اقتصاد ته سخت زیان اړولی دی. دا څرګندونې د ټرمپ خپل ادعاوې دي
د ټرمپ تازه ملاتړ په داسې حال کې څرګندېږي چې ټاکل شوې د اسراییل پارلماني ټاکنې د اکتوبر په ۲۷مه ترسره شي. د نتنیاهو د بیا ټاکل کېدو موضوع او د ایران پر وړاندې د جګړې دوام د ټاکنیز بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي
د امریکا د یوه ولسمشر له لوري د اسراییل په ټاکنو کې د یوه مشخص نوماند په ملاتړ څرګندونې د واشنګټن او تلابیب ترمنځ د نږدې سیاسي او پوځي اړیکو څرګندونه کوي، خو د ټرمپ د ملاتړ اغېز به د ټاکنو پایلې روښانه کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?