د طالبانو تر واکمنۍ لاندې فساد او زورواکي؛ د حاجي بشر نورزي وراره له سوداګرو باج اخلي او د مرګ ګواښونه ورته کوي
الماس نورزی، چې ځان «سفیر الماس» معرفي کوي او د حاجي بشر نورزي وراره بلل کېږي، په کابل کې له یو شمېر پانګهوالو او سوداګرو څخه په زور د پیسو اخیستلو، باج غوښتلو او د مرګ په ګواښلو تورن دی. سرچینې ادعا کوي چې نوموړی ان د سوداګرو د خپلوانو په تښتولو کې هم لاس لري.
بریانیوز- سهشنبه، ٦ عقرب ١٤٠٥
د سرچینو په وینا، الماس نورزی له ځینو سوداګرو څخه د هغوی په سوداګریزو فعالیتونو او شخصي پانګونو کې د ونډې غوښتنه کوي او د پیسو له ورکړې څخه د انکار په صورت کې یې د مرګ له ګواښونو سره مخ کوي. یوې سرچینې ویلي چې په یوه مورد کې نوموړي په کابل کې د یوه کس د نږدې خپلوانو د خوشې کولو په بدل کې د پام وړ پیسې ترلاسه کړې دي.
سرچینې زیاتوي چې په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ او استخباراتي ادارې د نوموړي د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې بې وسي ښودلې ده. د سرچینو په خبره، دغو ادارو د شکایت کوونکو په ځواب کې ویلي چې «پخپله جوړجاړی وکړئ، ځکه هغه د حاجي بشر نورزي وراره دی.»
د راپور موندنې ښيي چې نوموړی په انسټاګرام کې د «سفیر الماس» په نوم پاڼه لري او په هغې کې د خپلو موټرو د کاروانونو، مېلو او وسلو ویډیوګانې او سټورۍ خپروي. د راپور له مخې، نوموړی په ځینو ویډیوګانو کې په فارسي او پښتو ژبو مستې سندرې هم خپروي او د حاجي بشر نورزي انځورونه له دغو سندرو سره په خپلو سټوریو کې شریکوي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت موسیقي منع کړې ده.
یوه باوري سرچینه وایي چې الماس نورزی د حاجي حاکم زوی او د حاجي بشر نورزي وراره دی. حاجي بشر نورزی په افغانستان کې د نشهيي توکو د قاچاق له مشهورو څېرو څخه ګڼل کېږي او د پابلو اسکوبار په نوم هم یاد شوی دی.
د سرچینې په وینا، د حاجي حاکم له مړینې وروسته د الماس نورزي سرپرستي حاجي بشر نورزي ته سپارل شوې وه. سرچینه زیاتوي چې د امریکا له خوا د حاجي بشر نورزي تر نیول کېدو وروسته، د هغه مشر زوی د الماس نورزي سرپرستي پر غاړه واخیسته.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?