په اروزګان کې د پنبې نوې فابریکه پرانېستل شوه – د ۲۷ میلیونه افغانیو پانګونه او د لسګونو کسانو د کار زمینه
اروزګان – د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د پنبې د پروسس نوې فابریکه په رسمي ډول پرانېستل شوه، چې د ۲۷ میلیونه افغانیو په پانګونه جوړه شوې او لسګونو کسانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي دي
د سیمهییزو چارواکو په وینا، دا فابریکه به د سیمې د بزګرانو د پنبې د حاصلاتو د پروسس ترڅنګ، د ولایت د اقتصاد په پیاوړتیا او د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي
د دهراوود یو شمېر بزګران وايي، له دې وړاندې یې د پنبې حاصلات د مارکېټ د نشتوالي له امله د تاوان په بیه پلورل، خو اوس د فابریکې له جوړېدو سره به د دوی د کار ارزښت څو چنده لوړ شي
یو تن بزګر، حاجي عبدالکریم، وایي:
دا فابریکه زموږ د سیمې د خلکو لپاره د نوې هیلې څرک دی. موږ به نور اړ نه یو چې پنبه نورو ولایتونو ته یوسو، ځکه دلته ورته ښه بازار رامنځته شو
د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، د فابریکو جوړول د دوی د اقتصادي خودکفایۍ له مهمو موخو څخه دی، او پلان لري چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته صنعتي پروژې پلې کړي
د اقتصادي چارو کارپوهان باور لري چې دا ډول پانګونې نه یوازې د بیکارۍ کچه راټیټوي، بلکې د افغانستان د کورني تولید په پراختیا او د وارداتو په کمولو کې هم ژور اغېز لري
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
961
-
اخبار افغانستان
125
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF