د ناتو عمومي منشي مارک روته په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازینی شخصیت دی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو وړتیا لري
نوموړي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۲مه نېټه، له واشنګټن څخه د راستنېدو پر مهال وکړې، وروسته له هغه چې د امریکا د کانګرس له لوړپوړو غړو سره یې مهمې ناستې وکړې
روته زیاته کړه:
ټرمپ په خپله لومړۍ ولسمشرۍ دوره کې دا ثابته کړه چې څنګه د ناتو غړي
هېوادونه د دفاعي لګښتونو په لوړولو سره بېرته ځواکمن کړي. د هغه پالیسي د ناتو د بیا راژوندي کېدو یو مهم پړاو و
د ناتو مشر وویل، د اوکراین جګړه یوازې د پوځي وسلو له لارې نه، بلکې د سیاسارادې او زړورتیا په وسیله ختمېدای شي، او د ده په باور، ټرمپ دا وړتیا او پرېکنده دریځ لري
هغه ټینګار وکړ چې نړۍ د یوې نوې سیاسي پرېکړې غوښتنه کوي، او ټرمپ کولای شي د خپل نفوذ او اړیکو له لارې د جګړې اور مړ کړي
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې نږدې شوي، او د اوکراین جګړه لا هم د نړیوالو سیاستونو تر ټولو توده موضوع ده
شنونکي وايي، که ډونالډ ټرمپ بېرته سپينې ماڼۍ ته ورستانه شي، نو کېدای شي د واشنګټن د بهرنۍ تګلارې لوری بدل کړي — هغه بدلون چې د نړیوالو اړیکو په جوړښت کې به ژوره اغېزه ولري
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
961
-
اخبار افغانستان
125
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF