news اخبار فوری
clock

هنګو کې خونړۍ چاودنه؛ د پولیسو لوړپوړی افسر او دوه ملګري یې ووژل شول

هنګو کې خونړۍ چاودنه؛ د پولیسو لوړپوړی افسر او دوه ملګري یې ووژل شول

هېواد پاکستان یو ځل بیا د تاوتریخوالي له تازه څپې سره مخ شو. د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د جمعې په ورځ یوه زوروره بمي چاودنه شوې، چې له امله یې د پولیسو د عملیاتو لوړپوړی افسر، اسد زبیر، له خپلو دوو ساتونکو سره ژوند له لاسه ورکړ

 

د کوهاټ د پولیسو مشر، عباس مجید مروت، رسنیو ته ویلي دي چې وسله‌والو لومړی د غلمینه په نوم پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، خو هلته هېڅ پولیس نه وو. وروسته چې د پولیسو افسر اسد زبیر له خپل ټیم سره د پېښې د پلټنې لپاره روان و، د هغوی پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنه وشوه

ښاغلي مروت زیاته کړه: «په پېښه کې د اسد زبیر چلوونکی او ساتونکی سمدستي ځای پر ځای شهیدان شول، خو خپله افسر زبیر سخت ټپي شو. هغه روغتون ته ولېږدول شو، خو د ټپونو د ژورتیا له امله یې ساه ورکړه

د پېښې وروسته د کوهاټ او هنګو سیمو امنیتي ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي،

 د تلاشی  عملیات یې پیل کړي او سیمه یې تر سخت امنیتي څار لاندې راوستې ده

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د دې خونړۍ پېښې په سختو ټکو غندنه کړې ده او ویلي یې دي: «ترهګر د هېواد د سولې او ثبات دښمنان دي، او د دوی پر ضد به بې‌رحمانه عملیات دوام ولري

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي هم د پېښې غندنه کړې ده او د پولیسو له مشرانو یې عاجل رپوټ غوښتی دی.

نوموړي ویلي: د دې پېښې عاملین به د قانون له منګولو نه خلاص نه‌شي. د پولیسو وینه به بې‌ځوابه نه پاتې کېږي

په سیمه کې د تېرې مودې راپه دېخوا امنیتي وضعیت له اندېښنې ډک شوی، او د چارواکو په وینا، د افسر اسد ځواکونو د هدف نیولو هڅې زیاتې کړې دي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto