news اخبار فوری
clock

ترکیه او برتانیه د «یوروفایټر تایفون» جنګي الوتکو د پېرلو تاریخي تړون لاسلیک کړ

ترکیه او برتانیه د «یوروفایټر تایفون» جنګي الوتکو د پېرلو تاریخي تړون لاسلیک کړ

انقره – د دوشنبې په ورځ (۲۷ اکتوبر) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د برتانیې صدراعظم کی‌یر استارمر د انقرې په پلازمېنه کې د یوې تاریخي شېبې شاهدان شول، کله چې دواړو هېوادونو د پرمختللو جنګي الوتکو «یوروفایټر تایفون» د پېر او پلور تړون لاسلیک کړ

د ترکي رسنیو په وینا، د دې هوکړې له مخې به ترکیه د برتانیې څخه ۲۰ فروند «تایفون» جنګي الوتکې اخلي، چې ارزښت یې نږدې ۱۰.۷ میلیارده ډالره اټکل شوی. دغه الوتکې د نړۍ له هغو پرمختللو جنګي الوتکو څخه دي چې د چټک حرکت، دقیق برید او هوايي برلاسۍ ځانګړې وړتیا لري.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د تړون له لاسلیک وروسته وویل:

دا یوازې یو سوداګریز تړون نه دی، بلکې د ترکیې او برتانیې تر منځ د یو نوي ستراتېژیک فصل پیل دی. موږ غواړو د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه تر ۴۰ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړو او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړو

نوموړي زیاته کړه چې ترکیه هڅه کوي له خپلو نړیوالو شریکانو سره داسې اړیکې جوړې کړي چې د هېواد د دفاعي ځواک تر څنګ، د اقتصاد د ودې لامل هم شي

په همدې حال کې، د برتانیې صدراعظم کی‌یر استارمر هم دا تړون "د دفاعي اړیکو د نوې دور پیل" وباله او ټینګار یې وکړ چې لندن به له انقرې سره د ټکنالوژۍ، دفاعي صنعت او پوځي روزنې په برخو کې نوره همکاري پراخه کړي

شنونکي باور لري چې دا تړون به د ترکیې د هوايي ځواک د پیاوړتیا ترڅنګ، د برتانیې د دفاعي صنعت لپاره هم یو ستر اقتصادي ګام وي

دواړه هېوادونه هڅه کوي د نړیوالو سیالیو په ډګر کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ګډ ستراتېژیک موقف غوره کړي

د انقرې او لندن تر منځ دا هوکړه د اوږدمهالو اعتمادونو او متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړه ده، او تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته یو نوی، ځواکمن او دوامدار فصل پرانیزي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto