news اخبار فوری
clock

هند باید تل د جګړې د تیارسۍ حالت کې وي – د راجنات سنګ تازه خبرداری

هند باید تل د جګړې د تیارسۍ حالت کې وي – د راجنات سنګ تازه خبرداری

د هند د دفاع وزیر راجنات سنګ د خپلې نوې وینا پر مهال یو ځل بیا د هېواد د دفاعي ځواک د لا پیاوړتیا او چمتووالي ټینګار کړی دی. هغه ویلي، هند باید هېڅکله هم د جګړې د احتمالي خطرونو په وړاندې بې‌پروا پاتې نه شي، ځکه د نړۍ روان وضعیت ښيي چې هره شېبه ناڅاپي بحران رامنځته کېدای شي.

سنګ زیاته کړې، د مې میاشت کې له پاکستان سره څلور ورځنۍ جګړه د دې څرګند ثبوت دی، چې د جګړې اور کولای شي هر وخت بل شي او هېڅ هېواد باید د ارامۍ په خوب ونه ویده شي

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ، چې هند به یوازې هغه وخت د سیمې او نړۍ په کچه خپل وقار وساتي، که د خپل کورني دفاعي سیستم بنسټونه لا پیاوړي کړي او د پوځ د عصري کولو لړۍ نوره هم چټکه کړي

د دفاع وزیر په وینا، هېوادونه چې د امنیت او دفاع په برخه کې ځانونه کمزوري پرېږدي، د دښمن د ناڅاپي بریدونو تر ټولو اسانه هدف ګرځي. هغه وویل: «موږ باید تل د جګړې د حالت لپاره چمتو واوسو، ځکه سولې ته د لارې ساتنه هم له ځواک څخه تېرېږي

شنونکي وایي، د راجنات سنګ دا څرګندونې په داسې مهال راځي، چې د هند او پاکستان اړیکې یو ځل بیا د سرحدي ترینګلتیا له امله تر سیوري لاندې راغلي دي

هندي پوځ هم په وروستیو کې د نوې وسلې او ټکنالوژۍ د رامنځته کولو اعلان کړی، چې موخه یې د هېواد د دفاعي دیوال لا پیاوړتیا ښودل شوې ده

په ټوله کې، د راجنات سنګ دا پیغام یو جدي یادونه ګڼل کېږي، چې هند غواړي نه یوازې د جګړې لپاره بلکې د سولې د خوندي ساتلو لپاره هم د ځواک په ډګر کې برلاسی پاتې شي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto