د ملګرو ملتونو سرمنشي: هېڅ ځواک د ملګرو ملتونو له اجازې پرته د غزې په سیمه کې د شتون حق نه لري
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هېڅ هېواد یا ځواک حق نه لري چې د ملګرو ملتونو له رسمي اجازې پرته په غزه کې حضور ومومي یا نظامي ځواک ځای پر ځای کړي
ښاغلي ګوترش د سهشنبې په ورځ (۱۳ عقرب) په یوه وینا کې وویل، ملګري ملتونه په فعاله توګه د بشردوستانه مرستو د زیاتولو، د اوربند د ټینګښت او د غزې او لوېدیځې غاړې تر منځ د اړیکو د بیا رغونې په بهیر کې برخه لري
هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا مهال د یوې نوې مسودې ارزونه کوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو لهخوا وړاندې شوې، او هدف یې د غزې په سیمه کې د احتمالي ځواکونو د استقرار څرنګوالی دی
سرمنشي ګوترش په جدي لهجه ټینګار وکړ
هر هغه ځواک چې غواړي په غزه کې ځای پر ځای شي، باید د ملګرو ملتونو له اجازې کار واخلي. همدارنګه، هر سیاسي یا اداري جوړښت چې په دې سیمه کې رامنځته کېږي، باید خپله مشروعیت له ملګرو ملتونو واخلي
د ده په وینا، د ملګرو ملتونو موخه دا ده چې د غزې خلک له جګړې، بېوزلۍ او بېکورۍ څخه وژغوري، او د یوې دوامدارې سولې لپاره نړیوالې همغږي رامنځته شي
شنونکي وايي، د ګوترش دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د غزې راتلونکی د نړیوالو سیاسي خبرو یوه حساسې موضوع ګرځېدلې، او ګڼ هېوادونه د جګړې وروسته د دې سیمې د مدیریت پر سر نظرونه لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1616
-
اخبار افغانستان
617
-
مقاله
263
-
سیاست
44
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl