news اخبار فوری
clock

کریستیانو رونالدو: «ډونالډ ټرمپ د نړۍ د بدلون ځواکمن شخصیت دی

کریستیانو رونالدو: «ډونالډ ټرمپ د نړۍ د بدلون ځواکمن شخصیت دی

د فوټبال نړیوال ستوری کریستیانو رونالدو، چې اوس څلوېښت کلن دی، په یوه تازه او پر احساساتو ډکه مرکه کې له برېتانیایي ژورنالېست پیرس مورګان سره ویلي، باور لري چې ډونالډ ټرمپ هغه انسان دی چې نړۍ بدلولای شي

رونالدو په مرکه کې په ډاګه کړه:

ډونالډ ټرمپ یو زړور او پرېکړه کوونکی شخصیت دی. هغه له ماتې نه وېریږي او د نړۍ د بدلون لپاره وړتیا لري

د نړۍ د فوټبال تر ټولو بډای لوبغاړی، چې تر اوسه د لومړي میلیاردر فوتبالیست په نوم پېژندل کېږي، معمولاً له سیاسي خبرو ځان لیرې ساتي. خو دا ځل یې نظر د ډېرو خلکو پام ځان ته راواړاوه.رونالدو، چې له ۶۰۰ میلیونو زیات مینه‌وال په ټولنیزو شبکو کې لري، وویل :

زه د هغو خلکو درناوی کوم چې د انسانانو ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي، که سیاستوال وي، لوبغاړي وي او یا هنرمندان

د نوموړي دا څرګندونې په نړۍ کې پراخ غبرګونونه راپارولي. ډېری شنونکي وایي، دا د رونالدو د لید د پراخوالي او د نړۍ د چارو پر وړاندې د هغه د پخوالي نښه ده

تر اوسه د ډونالډ ټرمپ له‌خوا رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو دواړه له پخوا د یو بل درناوی کوي. ټرمپ یو ځل د رونالدو ستاینه کړې وه او ویلي یې و

رونالدو د زحمت، استعداد او هوډ ژوندی سمبول دی

 دا مهال رونالدو د سعودي عربستان د النصر لوبډلې لپاره لوبې کوي او لا هم د فوټبال په نړۍ کې د الهام سرچینه ګڼل کېږي

 د ده هره خبره، لکه ده، ژر د نړۍ د میلیونونو خلکو تر غوږو رسېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu

    dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ

    quoto
  • user توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl

    BbjGYfVvnCqzmaVT

    quoto
  • user توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd

    FYgtpBvvsvxnPazF

    quoto