news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

رحمت‌الله نبیل: د هند د قونسلګرۍ احتمالي بیاپرانیستل په کندهار کې د سیمې لپاره یو ستر بدلون کېدای شي

رحمت‌الله نبیل: د هند د قونسلګرۍ احتمالي بیاپرانیستل په کندهار کې د سیمې لپاره یو ستر بدلون کېدای شي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل وايي، که هند په کندهار ولایت کې خپله قونسلګري بېرته پرانیزي، نو دا به د افغانستان په سوېل کې یو له مهمو او اغېزمنو تحولاتو څخه وي، چې سیاسي، استخباراتي او سیمه‌ییز ابعاد به ولري

نبیل د نوامبر په ۲۶مه، د چهارشنبې په ورځ، په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د قونسلګرۍ احتمالي بیافعالېدل به یوازې د هند او طالبانو ترمنځ کاروباري لارې او راکړه ورکړه اسانه نه کړي، بلکې د پاکستان اندېښنې به هم په څرګند ډول زیاتې کړي

هغه ویلي که دا اقدام عملي شي، نو ګڼ سیمه‌ییز هېوادونه به هڅه وکړي چې په افغانستان کې خپل سیاسي او استخباراتي حضور لا پیاوړی کړي، ځکه د کندهار موقعیت او ستراتیژیک اهمیت د سیمې په معادلاتو کې مهم رول لري

سیاسي شنونکي باور لري چې د هند د قونسلګرۍ بیاپرانیستل به نه یوازې د جنوبي افغانستان په اقتصادي حرکتونو کې بدلونونه راولي، بلکې د سیمې د سیالۍ نوي فصل ته هم لاره پرانیزي—فصل چې د هند، پاکستان او نورو هېوادونو امنیتي محاسبات به بیا تنظیم کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto