کابل: د بلجیم افغان سفارت – د ښځو حقونه د معاملې وړ نه دي؛ د طالبانو محدودیتونه هره ورځ پراخېږي
د افغانستان سفارت په بلجیم کې د جنسیتپر بنسټ د تاوتریخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین په ملاتړ ټینګار کړی چې د افغان ښځو حقونه هېڅکله د جوړجاړي او معاملې وړ نه دي
سفارت د پنجشنبې، د قوس ۶مه، په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ښځو د حقونو نقض په پرلهپسې ډول زیاتېږي او هره ورځ نوی محدودیت لګېږي
په اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راوروسته هغه ټول جوړښتونه او میکانیزمونه له منځه وړي چې د ښځو حقونه یې تضمینول او د هغوی د ګډون، خوندیتوب او زده کړو لپاره یې حقوقي اساس برابر کاوه
د بلجیم افغان سفارت زیاتوي چې طالبان هڅه کوي د افغانستان یو ثابت او سکونخوره تصویر نړۍ ته وړاندې کړي، خو په عمل کې یې پر ښځو «تر ټولو سخت، پراخ او سیستماتیک محرومیتونه» لګولي دي
سفارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب لپاره خپل ملاتړ ټینګ وساتي او د هغو محدودیتونو پر وړاندې غبرګون وښيي چې د افغانستان نیمه برخه نفوس له ژوند، زده کړو، کار او اساسي آزادیو محروموي
پاسخ دهید
لغو پاسخاخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
957
-
اخبار افغانستان
121
-
مقاله
69
-
Uncategorized
14
نظر اخیر
-
توسط EznJkcyqGlVVNqJYKIXyusu
dSvXCdDsOpiOWxtqJcFHVoBJ
-
توسط kqJNVJAJjdkUhrLasVwfl
BbjGYfVvnCqzmaVT
-
توسط amnEgqsNUzvWoQbbsBRd
FYgtpBvvsvxnPazF