news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په اسلام‌اباد کې د چاودنې په تړاو د پاکستان تازه ادعاوې طالبان افغان او پاکستاني یې تورن کړي

په اسلام‌اباد کې د چاودنې په تړاو د پاکستان تازه ادعاوې طالبان افغان او پاکستاني یې تورن کړي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارر، ادعا کړې چې د اسلام‌اباد وروستۍ خونړۍ چاودنه د یوه افغان تبعه له‌خوا ترسره شوې او دا برید د افغانستان طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په همکارۍ پلان او عملي شوی دی

تارر ویلي، امنیتي ادارو څلور کسان د دې پېښې په تړاو نیولي او له ډلې یې یو کس اعتراف کړی چې بریدګر د افغانستان له خاورې رااوښتی او هلته ورته د برید روزنه ورکړل شوې وه. د ده په وینا، د دغې حملې د طرحې، همغږۍ او د عاملینو د پناه‌ ورکولو ځایونه ټول د افغانستان په خاوره کې تنظیم شوي دي

هغه ټینګار کړی چې په دې پېښه کې هغه کسان هم ښکېل دي چې په افغانستان کې ځای پر ځای شوي او د پاکستان پر ضد د عملیاتو ملاتړ کوي

پاکستاني چارواکي د وروستیو میاشتو پر مهال څو ځله دا ډول ادعاوې مطرح کړي، خو طالبانو تل ویلي چې د نورو هېوادونو د امنیت د ګډوډۍ لپاره د افغانستان خاوره نه پرېږدي

د پېښې د دقیقو جزییاتو او د نیول شویو کسانو هویت لا هم په بشپړ ډول نه دی څرګند شوی، خو د اسلام‌اباد امنیتي وضعیت له دې برید وروسته نور هم تر پوښتنې لاندې راغلی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto