تایلنډ په رسمي ډول د بریکس له غړو هېوادونو څخه د بشپړ غړیتوب غوښتنه کړې او لاسپکار یې اوس هند ته رسېدلی دی. د تایلنډ د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد وزیر د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جایشانکار سره په لیدنه کې دې غوښتنې ته ځانګړې موضوع ورکړې او د هند ملاتړ یې غوښتی دی
بریکس ۲۰۲۶ – تایلنډ د هند په مشري سال کې هیلې لري
تایلنډي چارواکي وايي په ۲۰۲۶ کال کې چې هند به د بریکس نوبتي مشري ولري، دوی هیله لري د بانکوک د بشپړ غړیتوب پروسه به چټکه او اسانه شي. تر دې مخکې تایلنډ روسیې ته هم د خپلې علاقې په اړه پیغام ورکړی و. بریکس اعلان کړی چې تایلنډ به د ۲۰۲۵ له پیل څخه د “ملګري هېواد” په توګه منل کېږي، خو بانکوک غواړي دغه موقعیت په بشپړ غړیتوب بدل کړي
بریکس ولې مهم دی؟
بریکس — چې پکې روسیه، چین، هند، برازیل، سویلي افریقا او یو شمېر نوي غړي شامل دي — د نړۍ یو له هغو اقتصادي بلاکونو څخه دی چې د نړیوال اقتصاد پر جوړښت مهم اغېز لري. ډېر درحالتوسعه هېوادونه هڅه کوي د دې ډلې برخه شي، څو له نوو بازارونو، پانګونې او سیمهیزو شریکانو سره اړیکې پراخې کړي
او افغانستان؟ د غریبۍ، انزوا او دیپلوماټیک پرېکون سوال
کله چې تایلنډ، سعودي عربستان، مصر، ایران، ایتوپیا او ګڼ نور هېوادونه د نړیوالو اقتصادي بلاکونو د دروازې پرانیستو لپاره سیالي کوي، لویه پوښتنه راولاړېږي:
افغانستان چیرې ولاړ دی؟
له ۲۰۲۱ وروسته، د طالبانو لهخوا رامنځته شوې سیاسي انزوا، د ښځو پر حقونو محدودیتونه، اقتصادي بندیزونه او د نړیوال اعتبار له منځه تلل، افغانستان له
له نړیوالو اقتصادي جوړښتونو څخه داسې لرې کړي چې اوس د بریکس، شانګهای همکارۍ سازمان
او نورو سیمهییزو تړونونو له فرصته عملي توګه بېبرخې پاتې شوی دی
اقتصادي فقر: د انزوا مستقیمه نتیجه
افغانستان په سیمه کې ځای، نفوس، انرژي موقعیت او مارکېټي ظرفیت لري، خو اقتصاد یې له سقوط وروسته:
نړیوالو بازارونو ته نه رسي
پانګونه نه جذبوي
بانکي نظام غیر فعال دی
نړیوال شریکان پرې اعتماد نه کوي
کارپوهان باور لري چې د طالبانو د نهمنل کېدو له امله د افغانستان اقتصاد د یو لویې جیوپولیتیکي تشې قرباني شوی دی
یو ملت د سیاستونو قرباني
په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه د اقتصادي بلاکونو دروازې پرانیزي، افغانان د داسې نظام تر واک لاندې دي چې د نړۍ له مهمو اقتصادي فرصتونو یې پرې کړی دی
د افغانستان فقر، بېوزلي او اقتصادي سقوط هغه څه دي چې ډېری یې د طالبانو د سیاسي انزوا مستقیمه پایله بولي