news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د کرملین په ماڼۍ کې د پوتین او امریکايي استازي پنځه ساعته خبرې

د کرملین په ماڼۍ کې د پوتین او امریکايي استازي پنځه ساعته خبرې

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د اوکراین د جګړې پر سر د واشنګټن او مسکو ترمنځ مهمې خبرې ترسره شوي دي. د «راشاتودي» په راپور، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي استیون ویتکاف ترمنځ ناسته د چهارشنبې سهار وختي په کرملین کې شوې او ۵ ساعته یې دوام کړی دی

موسکو: ناسته "جوړونکې" وه

د پوتین ددفتر یو سلاکار دغه خبرې «سازنده او پر مهمو موضوعاتو متمرکزې» بللې دي. که څه هم د بحث د جزیاتو په اړه ډېر معلومات نه دي خپاره شوي، خو سرچینې وايي چې د دواړو لورو خبرې د اوکراین د جګړې، امنیتي تضمینونو او د راتلونکي سیاسي لارې نقشې شاوخوا راڅرخېدلې

پنځه ساعته خبرې، خو پایله لا روښانه نه ده

په داسې حال کې چې جګړه په اوکراین کې روانه ده او نړیوالو اړیکو کې کړکېچ لا زیات شوی، د امریکا او روسیې د استازو دا کچه تماس د پام وړ ګڼل کېږي. شنونکي باور لري چې د داسې اوږدو ناستو دوام ښيي دواړه لوري د خبرو اترو د لارو د پرانیستو هڅه کوي، که څه هم د سولې ډول څرک لا هم لرې ښکاري

له ناستې وروسته هېڅ ګډ مطبوعاتي کنفرانس ونه شو

د دواړو لورو له‌خوا کوم ګډ اعلامیه یا خبري کنفرانس نه دی ترسره شوی، چې دا د دې نښه ګڼل کېږي چې خبرې حساسې وې او ښايي د راتلونکو اقداماتو په اړه لا پرېکړه نه وي شوې

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto