اخبار جهان
جرد ګولډن: امریکا د هغو افغانانو د همکارۍ د جبران مسوولیت لري چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی
جرد ګولډن: امریکا د هغو افغانانو د همکارۍ د جبران مسوولیت لري چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی
(بریانیوز پنجشنبه (۴/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د استازو مجلس غړي جرد ګولډن د هغو افغانانو په وړاندې د واشنګټن پر مسوولیت ټینګار کړی چې د امریکا له پوځي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده
ګولډن په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د امریکا له هېواده بهر د پوځي خدمت پر مهال یې په خپلو سترګو لیدلي چې ګڼ شمېر افغانانو د امریکايي ځواکونو د امنیت د ټینګښت لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی
نوموړي ویلي، دغو افغانانو په سختو شرایطو کې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او د هغوی د امنیت په ساتلو کې یې مهم رول لوبولی دی
د امریکا د استازو مجلس دغه غړي زیاته کړې چې واشنګټن مسوولیت لري د هغو افغانانو د همکارۍ جبران وکړي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او د امنیتي ارزونو بهیر یې هم بشپړ کړی دی
د ګولډن څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکايي ځواکونو له افغان همکارانو سره د امریکا د مسوولیت او د هغوی د ملاتړ موضوع د بحثونو یوه برخه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2135
-
اخبار افغانستان
1152
-
مقاله
845
-
سیاست
420
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl