news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نيويارک: د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره په کانګرس کې د دواړو ګوندونو هڅې روانې دي

نيويارک: د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره په کانګرس کې د دواړو ګوندونو هڅې روانې دي

نيويارک: د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره په کانګرس کې د دواړو ګوندونو هڅې روانې دي

(بریانیوز سه شنبه (۳/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش

د امریکا د استازو جرګې غړی سم لېکارډو وایي، د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي او په دغه هېواد کې د هغوی د پاتې کېدو د حق د خوندي کولو لپاره د کانګرس د دواړو ګوندونو، ډیموکراټانو او جمهوري‌پالو، د غړو هڅې روانې دي
لېکارډو او د استازو جرګې بل ډیموکراټ غړي جېسن کرو د یوې طرحې د وړاندې کولو لپاره د جرګې د ۲۱۸ غړو د ملاتړ او لاسلیکونو راټولولو هڅې پیل کړې دي. د دې طرحې له مخې، په شرایطو برابر افغان کډوال به وکولی شي د ۲۰۲۹ کال تر جولای میاشتې پورې په امریکا کې د اوسېدو او کار کولو حق ولري
لېکارډو ویلي، تر اوسه د استازو جرګې ۱۴۴ غړو د دې غوښتنې ملاتړ کړی او لاسلیکونه یې کړي دي. نوموړي ټینګار کړی چې هڅه کوي د ملاتړ کوونکو شمېر ۲۱۸ ته ورسوي، څو طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې شي
دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت پروګرام لغوه کړی و؛ هغه وضعیت چې له مخې یې د شرایطو وړ افغانانو ته په امریکا کې د پاتې کېدو او کار کولو اجازه ورکول کېده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto