news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

لغمان : د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی؛ د زده‌کړو بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی

لغمان  :  د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی؛ د زده‌کړو بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی

لغمان : د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی؛ د زده‌کړو بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ دی

(بریانیوز سه شنبه (۳/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش

د لغمان ولایت په یو شمېر سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو نشتوالي د زده‌کړو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، له سلو ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري او شاوخوا ۱۳۰ نور ښوونځي، سره له دې چې ودانۍ لري، له احاطوي دېوالونو بې‌برخې دي

د لغمان زده‌کوونکي وایي، د درسي خونو کمښت او د مناسبې سرپناه نشتوالی یې د زده‌کړو پر وړاندې لوی خنډونه دي. دوی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو ترڅنګ، د زده‌کړو لپاره اړینې اسانتیاوې هم برابرې کړي
زده‌کوونکی احمد ضیاء وایي، د اوړي سخته ګرمي او د ژمي سړه هوا د دې لامل کېږي چې کله ناکله یې درسي بهیر وځنډېږي او درسونه یې رخصت شي
نوموړي ویلي:په اوړي کې د ګرمۍ او په ژمي کې د یخنۍ له امله مو درسونه وخت ناوخت رخصت وي. موږ ته باید د زده‌کړو لپاره مناسبه سرپناه برابره شي
بل زده‌کوونکی عمران خان هم د درسي چاپېریال له ستونزو شکایت کوي او وایي، د نږدې ټولګیو او له سړک څخه د رېکشو د غږونو له امله زده‌کوونکي نه شي کولی په ارامۍ سره خپلو درسونو ته پام وکړي
د هغه په وینا:موږ له سختو ستونزو سره مخ یو؛ ځکه له نورو ټولګیو غږونه راځي، له بهره هم د رېکشو غږونه راځي، نه شو کولی چې په دې ټولګي کې په سمه توګه درس ووایو
په لغمان کې یو شمېر زده‌کوونکي لا هم د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي له امله په پرانیستې فضا کې، د اوړي د ګرمۍ او ژمي د یخنۍ پر وړاندې، خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي. دوی ټینګار کوي چې د مناسبو ښوونیزو ودانیو او اسانتیاوو برابرول د زده‌کړو د بهیر د ښه کېدو لپاره اړین دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto