اخبار جهان
کاپ۳۱ غونډه : د اقلیم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کاپ۳۱ غونډه له سیاسي هوکړې پرته پای ته ورسېده
کاپ۳۱ غونډه : د اقلیم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو کاپ۳۱ غونډه له سیاسي هوکړې پرته پای ته ورسېده
(بریانیوز دوشنبه (۲/ قوس/۱۴۰۵هـ.ش
په ترکیه کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاپ۳۱ نړیواله غونډه د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو له امله، د یکشنبې په ورځ پرته له کومې سیاسي هوکړې پای ته ورسېده
په دې غونډه کې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې، د ګډو اقداماتو او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وشوې، خو ګډونوال هېوادونه ونه توانېدل چې د اختلافونو د حل لپاره ګډ دریځ ته ورسېږي
غونډه د نومبر په نهمه پیل شوې وه او ټاکل شوې وه چې د همدې میاشتې په شلمه پای ته ورسېږي؛ خو د ګډونوالو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له امله یې بهیر دوه ورځې نور هم وغځېد
د غونډې یو شمېر ګډونوالو د خبرو اترو د ناکامۍ له لاملونو څخه د امریکا د پلاوي نه ګډون هم یاد کړی دی
د دې غونډې له سیاسي هوکړې پرته پای ته رسېدل په داسې حال کې دي چې د اقلیم بدلون اغېزې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د اندېښنې وړ دي او د دغو ګواښونو د کمولو لپاره د نړیوالې همغږۍ اړتیا مخ په زیاتېدو ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2114
-
اخبار افغانستان
1140
-
مقاله
842
-
سیاست
419
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl