اسلاماباد : په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړولو خبرې شوي
(بریانیوز شنبه (۳۰/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د نوي دفتر مشرې، نوریکو تاکاګي، پرون په اسلاماباد کې د اسلامي امارت له سفیر سردار احمد شکیب سره لیدلي دي
د اسلامي امارت د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، افغانستان ته د هغوی د بېرته ستنېدو پر بهیر، د راستنېدونکو د بیا مېشتېدو پر څرنګوالي او شته ستونزو خبرې شوې دي
سردار احمد شکیب ویلي، د ده د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۸۵ تر ۹۰ سلنې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. نوموړي د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړولو ټینګار کړی او د هغوی د حقونو او انساني کرامت د ساتنې غوښتنه یې کړې ده
په ورته وخت کې، نوریکو تاکاګي ډاډ ورکړی چې د اړوندو لورو په همغږۍ به د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2112
-
اخبار افغانستان
1137
-
مقاله
841
-
سیاست
418
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl