نړیوال بانک : د افغانستان اقتصادي وده د کورنیو د ژوند د ښه کېدو په معنا نه ده
(بریانیوز پنجشنبه (۲۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
نړیوال بانک وړاندوینه کړې چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ میلادي کال کې، په ځانګړي ډول د کرنیزو محصولاتو د ښه حاصلاتو له امله، درې سلنه وده وکړي؛ خو په ورته وخت کې د کورنیو د عاید کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل او د اوبو د کمښت زیاتوالی د خلکو اقتصادي وضعیت له اندېښنو سره مخ کړی دی
د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د کرنیزو محصولاتو ښه حاصلات به د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي، خو دغه وده لا هم د ډېرو افغان کورنیو پر ورځني ژوند د پام وړ مثبت اغېز نه دی کړی
د راپور له مخې، د سړي سر عاید کمېدل او د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي. ورسره د اوبو د کمښت پراخېدل هم د خلکو، په ځانګړي ډول د کرنې پر سکتور د متکي کورنیو، ستونزې لا پسې زیاتوي
دا وضعیت ښيي چې یوازې د اقتصادي ودې سلنه د خلکو د هوساینې بشپړ انځور نه شي وړاندې کولای، بلکې د کورنیو عاید، د ژوند لګښتونو او د اوبو سرچینو ته لاسرسی هم د اقتصادي وضعیت د ارزونې مهم معیارونه دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2102
-
اخبار افغانستان
1131
-
مقاله
840
-
سیاست
415
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl