اخبار افغانستان
ننګرهار : د سوالګرو زیاتوالی؛ بېوزلي او بېکاري زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي
ننګرهار : د سوالګرو زیاتوالی؛ بېوزلي او بېکاري زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي
(بریانیو سه شنبه (۲۶/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې اوسېدونکو د سوالګرو د پام وړ زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې د بېوزلۍ پراختیا، وزګارتیا او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدو د ګڼو کورنیو اقتصادي وضعیت لا خراب کړی دی
د دوی په وینا، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د امکاناتو نشتوالي ډېری کورنۍ اړ کړې، چې د ژوندي پاتې کېدو په موخه سوالګرۍ ته مخه کړي
د جلالاباد ښار یوې اوسېدونکې، چې د امنیتي او شخصي اندېښنو له امله یې مستعار نوم «شګوفه» یاد شوی، هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د ښار په واټونو، بازارونو او څلورلارو کې د ښځو او ماشومانو شمېر د پخوا په پرتله ډېر زیات شوی دی
نوموړې له طالب چارواکو غوښتي، چې د دغو کورنیو اقتصادي ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، د کار زمینه ورته برابره کړي او د دې مخه ونیسي، چې ماشومان د زدهکړو پر ځای په کوڅو او بازارونو کې پر سوالګرۍ بوخت شي
بل اوسېدونکي عمران محمدزي ویلي، چې د سوالګرو د زیاتوالي دقیق لاملونه روښانه نه دي؛ خو د ده په خبره، ځینې له پاکستانه راستانه شوي، ځینې له کلیو ښارونو ته کډه شوي او یو شمېر نور له پخوا راهیسې په سوالګرۍ بوخت دي
هغه زیاته کړې، چې ځینې کورنۍ خپل ماشومان سوال کولو ته لېږي او د ده په وینا، که څلور ماشومان په یوه ورځ کې ۲۰۰ افغانۍ راټولې کړي، د دغو پیسو میاشتنی مجموعي عاید ان د ځینو دولتي معاشونو له کچې هم لوړېدای شي
د ننګرهار یوه بل اوسېدونکي عبدالغفار هم ویلي، چې بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو په ځانګړې توګه کونډې مېرمنې او بېوسه خلک اړ کړي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کور په کور وګرځي او له خلکو د مرستې غوښتنه وکړي
د هغه په وینا، په کوڅو کې د نجونو او ښځو سوالګري د هغوی عزت او ټولنیز خوندیتوب ته زیان رسوي او د ښار په واټونو کې یې یوه دردونکې صحنه رامنځته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د خلکو یوه لویه برخه خپله هم له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د مرستې کولو توان نه لري
بلخوا، د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وایي، د کاري فرصتونو نشتوالی، د عاید سرچینو کمښت او له پاکستانه د افغان کورنیو پراخ راستنېدل د ننګرهار پر اقتصاد فشار زیات کړی دی
د قریشي په باور، تازه راستنې شوې کورنۍ د کورونو د کرایې، خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو د لګښتونو له پوره کولو سره ستونزې لري او کله چې یې محدودې سپماوې پای ته ورسېږي، د ژوند د دوام لپاره سوالګرۍ ته اړ کېږي
نوموړي ټینګار کړی، چې بېړنۍ بشري مرستې که څه هم د اړمنو کورنیو ستونزې د لنډې مودې لپاره راکموي، خو د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره اړینه ده، چې بېوزلو او راستنېدونکو کورنیو ته د دوامدار کار، روزګار او عایداتي سرچینو زمینه برابره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?