اخبار افغانستان
د کوکنارو کښت : افغانستان کې د کوکنارو کښت یو ځل بیا زیات شوی؛ د تریاکو تولید ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی
د کوکنارو کښت : افغانستان کې د کوکنارو کښت یو ځل بیا زیات شوی؛ د تریاکو تولید ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی
(بریانیو دوشنبه (۲۵/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په هېواد کې د کوکنارو کښت یو ځل بیا د پام وړ زیات شوی دی
د راپور له مخې، بېوزلي او د بدیلو عایداتي لارو نشتوالی هغه مهم لاملونه دي چې بزګران یې د کوکنارو کرلو ته هڅولي دي
راپور زیاتوي، چې په بدخشان او هلمند ولایتونو کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکې پراخې شوې او د تریاکو تولید شاوخوا ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی
په ورته مهال، یو شمېر بزګران وایي، چې د غنمو او نورو قانوني کرنیزو محصولاتو عواید د دوی د کورنیو ورځني لګښتونه نه شي پوره کولی او له همدې امله د کوکنارو کرلو ته مخه کوي
د راپور موندنې په داسې حال کې خپرېږي، چې د کوکنارو د کښت د مخنیوي ترڅنګ د بزګرانو لپاره د بدیلو عایداتي سرچینو برابرول د افغانستان له مهمو اقتصادي او ټولنیزو ننګونو څخه ګڼل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2085
-
اخبار افغانستان
1118
-
مقاله
835
-
سیاست
414
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl