د کابل پوهنتون د طالبانو تر ادارې لاندې مسوولینو اعلان کړی چې دغه پوهنتون به له سبا یکشنبې څخه د راتلونکې پنجشنبې تر ورځې پورې تړلی وي.
بریانیوز- شنبه، ٢٣ عقرب ١٤٠٥
د کابل پوهنتون په هغه خبرتیا کې چې نن (شنبه، د لړم ۲۳مه) خپره شوې، ویل شوي چې د لیسانس (ورځنۍ او شپنۍ) او د ماسټرۍ دورې درسونه د یکشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دي.
د پوهنتون د رخصتۍ لامل په رسمي خبرتیا کې نه دی روښانه شوی؛ خو یو شمېر محصلین اټکل کوي چې ښايي په دې موده کې د کابل پوهنتون دننه یوه مهمه غونډه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرچینو په وینا، طالبانو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه محصلین ایستلي او پر ځای یې د خپلو پلویانو ملا امامان ځای پر ځای کړي دي.
ویل کېږي چې دغه ملا امامان په کابل کې د طالبانو په یوه غونډه کې د ګډون لپاره راغوښتل شوي دي. ځینو محصلینو ویلي چې دوی ته ویل شوي چې د طالبانو مشر کابل ته راځي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د محصلینو د ایستلو او د پوهنتون د رخصتۍ په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2082
-
اخبار افغانستان
1116
-
مقاله
835
-
سیاست
413
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl