بېل ګېټس: د میندو د مړینې په کمولو کې د نړۍ پرمختګ ورو شوی
(بریانیو جمعه (۲۲/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د مایکروسافټ بنسټګر، بېل ګېټس، ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د میندو د مړینې کچه شاوخوا ۴۰ سلنه راکمه شوې، خو په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې د پرمختګ بهیر ورو شوی دی
نوموړي د میندو د روغتیايي وضعیت د ښهوالي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د میندو د مړینې د مخنیوي لپاره لا هم پراخو روغتیايي خدمتونو او پانګونې ته اړتیا شته
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا، د راپور له مخې په افغانستان کې له هرو ۱۰۰ زرو زېږونونو سره شاوخوا ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي
د میندو د مړینې لوړه کچه په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی، د مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت او په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو نشتوالی له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي
د روغتیايي بنسټونو په باور، د میندو روغتیا ته پاملرنه او د امیندوارۍ او زېږون پر مهال د باکیفیته روغتیايي خدمتونو پراختیا کولی شي د میندو د مړینې کچه راکمه او د زرګونو کورنیو ژوند خوندي کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2074
-
اخبار افغانستان
1114
-
مقاله
833
-
سیاست
412
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl