ليکوال: فهیم شاهين! هوښیار سیاست او پیاوړی اقتصاد؛ د افغانستان د نویو فرصتونو دروازه
(بریانیو چهار شنبه (۲۰/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
سیاست یوازې د شعارونو، احساساتو او تاریخي روایتونو په بنسټ نه، بلکې د واقعي ګټو او دقیقې محاسبې په بنسټ مخ ته ځي
هغه ملتونه چې خپلې پرېکړې د احساساتو په ځای د تدبیر، صبر او اوږدمهاله لید په اساس جوړوي، کولی شي خپل ثبات او پرمختګ تضمین کړي
په سیمه کې وروستي بدلونونو ته په کتو ویلی شو چې اقتصادي دهلېزونه او ټرانزیټي لارې یوازې جغرافیائي موضوع نه ده، بلکې د سیاست، امنیت او اقتصاد ترمنځ همغږي غواړي
د سیمې ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د بدیلو لارو په موندلو سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او په یو مسیر تکیه کمه کړي
دا وضعیت په طبیعي ډول زموږ د هېواد په ستراتیژیک موقعیت هم اغېز کوي
افغانستان چې د سیمې د وصل نقطه بلل کېږي، کولی شي له دې موقعیته غوره ګټه پورته کړي، خو دا هغه وخت ممکنه ده چې سیاسي ثبات، د باور وړ امنیتي چاپېریال او فعاله اقتصادي تګلاره سره یو ځای شي
جغرافیه هغه وخت په فرصت بدلېږي چې ورسره عملي تدابیر او هوښیار سیاست مل وي
که دا عناصر په بشپړ ډول همغږي نه وي، نو امکانات محدود پاتې کېږي
اوسنی وخت دا غوښتنه داده چې د سیمې له هېوادونو سره متوازن، له احتیاطه ډک او له شخړو لرې تعامل ته لومړیتوب ورکړل شي، تر څو افغانستان وکړی شي د اقتصادي همکاریو او اتصال په برخه کې خپل رول پیاوړی کړي.
نړۍ په چټک بدلون کې ده، او بریالي ملتونه هغه دي چې له حالاتو سره سم ځان عیار کړي او له فرصتونو په سمه توګه ګټه واخلي.
که موږ داخلي ثبات لا قوي کړو او اقتصادي تمرکز ته لومړیتوب ورکړو، نو شته فرصتونه به لا زیات شي
په پای کې ویلی شو چې سیاست یوازې د قوت موضوع نه ده، بلکې د وخت د درک او له فرصتونو د هوښیارې استفادې هنر دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?