د طالبانو د فساد او زورواکۍ بیه؛ په بهسودو کې د شخصي ګټو لپاره د ۲۵۰ کورنیو کورونه نړېږي
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د چولزو کلي اوسېدونکي وايي، د طالبانو د ښار جوړونې ریاست یو انجینر د یوه سوداګر د شخصي ګټو او د ځمکو د بیو لوړولو لپاره د بهسودو پله د نښلوونکي سړک مسیر بدلوي، چې د عملي کېدو په صورت کې به شاوخوا ۲۵۰ کورونه ویجاړ شي.
بریانیوز- دوشنبه، ١٩ عقرب ١٤٠٥
د سیمې یوه اوسېدونکي بریانیوز ته په استولي پیغام کې ویلي، چې د بهسودو پله د نښلوونکي سړک په نوې طرحه کې د لارې مسیر بدل شوی او د پخوانۍ نقشې خلاف، سړک شاوخوا ۴۰ متره ختیځ لوري ته اړول شوی دی.
د سرچینې په وینا، د ننګرهار د ښار جوړونې ریاست یو انجینر له یوه سوداګر، فقیر، سره په همغږۍ هڅه کوي چې د کونړ اډې څخه تر شېرعلي روغتون پورې د سړک مسیر د خپلو ځمکو د ګټې او د بیو د لوړولو لپاره بدل کړي.
د چولزو کلي اوسېدونکي وايي، که دغه نوې طرحه عملي شي، سړک به د عامو خلکو له مېنو تېر شي او شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ به خپل کورونه او ټول جایدادونه له لاسه ورکړي.
دوی زیاتوي چې په هېواد کې د سرپناه بل ځای نه لري او له طالب چارواکو غواړي چې د ځینو کسانو د شخصي ګټو لپاره د عامو خلکو د کورونو د ویجاړېدو مخه ونیسي او د سړک مسیر د پخوانۍ نقشې له مخې جوړ کړي.
د سرچینې په خبره، د دغه سړک اصلي نقشه د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال طرحه شوې وه، چې له مخې یې لاره د خلکو له کورونو لرې، د لوېدیځ لوري ته تېرېده او استوګنیزو کورونو ته یې زیان نه رساوه.
د چولزو کلي دغه اوسېدونکی وايي، د سړک د پخواني مسیر نښې لا هم د بهسودو د زاړه پله لوېدیځ لوري ته، د برېښنا د یوې لویې پایې ترڅنګ، په اته مترۍ کې لیدل کېږي.
هغه ادعا کوي، چې یاد سوداګر د سړک د پخواني مسیر پر نښو سربېره هم ودانۍ جوړه کړې او د سړک یوه برخه یې نیولې ده؛ له همدې امله اوس هڅه کوي چې نوې لاره د نورو خلکو پر کورونو تېره کړي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?