ملګري ملتونه: افغانستان کې ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي
(بریانیو دوشنبه (۱۸/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت او مالي ستونزو له امله د فعالیتونو د درولو یا تړل کېدو له خطر سره مخ دي
د ملګرو ملتونو مرستیال او د دغه سازمان ځانګړي استازي برونو لیمارکسی ویلي، افغانستان ته د بشري مرستو بهیر په تېرو درېیو کلونو کې په بېساري ډول کم شوی او دې وضعیت د روغتیايي خدمتونو د دوام په ګډون د مرستندویه پروګرامونو فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو کچه دوه میلیارده ډالره وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو او په روان ۲۰۲۶ کال کې ۵۷۰ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده
د دغو شمېرو له مخې، له افغانستان سره د بشري مرستو اندازه د ۲۰۲۳ کال په پرتله په روان کال کې نږدې ۷۲ سلنه کمه شوې ده
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د مرستو دوامداره کمښت د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو او د اړمنو خلکو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د لاسرسي د محدودېدو اندېښنې زیاتوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2049
-
اخبار افغانستان
1097
-
مقاله
829
-
سیاست
409
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl