کندهارۍ سوداګرو : د ایراني چارواکو سره د سوداګرۍ د اسانتیاوو او ستونزو پر حل خبرې کړې دي
کندهارۍ سوداګرو : د ایراني چارواکو سره د سوداګرۍ د اسانتیاوو او ستونزو پر حل خبرې کړې دي
(بریانیو شنبه (۱۶/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش
د کندهار ولایت یوه سوداګریز پلاوي په مشهد ښار کې د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې له مسوولینو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د افغان سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي
د دغه پلاوي مشري د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې رییس کمالالدین توحید کوله، چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګریزې خونې له رییس محمود سیادت سره یې لیدلي دي
په دې کتنه کې د سرحدي بندرونو د اسانتیاوو پر زیاتولو، د باروړونکو موټرو چلوونکو ته د ویزو پر ورکړې او په ایران کې د افغان باروړونکو موټرو د تګ راتګ پر اسانتیاوو بحث شوی دی. همداراز، دواړو لورو د ګډې پانګونې د پراختیا او د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي
دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د سوداګریزو ستونزو حل او د تګ راتګ د اسانتیاوو برابرول کولای شي د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه او اقتصادي همکارۍ پیاوړې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
2042
-
اخبار افغانستان
1092
-
مقاله
829
-
سیاست
408
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl