news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوچا: د افغانستان په سوېل کې بشري وضعیت خراب شوی؛ روغتیايي مرکزونه له ناروغانو ډک دي

اوچا: د افغانستان په سوېل کې بشري وضعیت خراب شوی؛ روغتیايي مرکزونه له ناروغانو ډک دي

اوچا: د افغانستان په سوېل کې بشري وضعیت خراب شوی؛ روغتیايي مرکزونه له ناروغانو ډک دي

(بریانیوزپنجشنبه (۱۴/ عـقـرب/۱۴۰۵هـ.ش

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونه د ناروغانو له زیاتې ګڼې‌ګوڼې سره مخ دي

اوچا پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په سوېل کې روغتیايي مرکزونو ته د مراجعه کوونکو او بستر کېدونکو ناروغانو شمېر زیات شوی او په ځانګړي ډول د هغو کسانو شمېر لوړ شوی چې د سختې خوارځواکۍ له امله روغتونونو ته لېږدول کېږي

د دغه سازمان په وینا، بېوزلي او لوږې ګڼې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. کورنۍ اړ دي چې په یوه وخت کې له څو بشري کړکېچونو سره مبارزه وکړي، خو بل لور ته د مرستندویه ادارو سرچینې او د مرستو امکانات هم په کمېدو دي

اوچا خبرداری ورکړی چې د بشري مرستو د سرچینو کمښت او د اړتیاوو زیاتوالی د زیانمنو کورنیو وضعیت لا پسې خرابولای شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto